یوه لاره یو کمربند د چین د حکومت ستره پروژه ده چې د ورېښمو لرغونې لارې ته په کتو طرحه شوې ده.
د چین حکومت وايي، د دې پروژې اساسي هدف سیمهییزه سوداګري، د اړیکو ټینګېدل او همکارۍ ته وده ورکول دی.
له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو د هوکړه شویو مواردو پر عملي کولو هم بحث کړی.
په دې لیدنه کې ملا عبدالغني برادر د چین له حکومت څخه غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
په همدې حال کې د چین سفیر وانګ یو ویلي، هېواد یې پلان لري، تر څو په هغو پروژو کې چې د چین له لوري پیل شوې وې، عملي کار پیل کړي.
نوموړي زیاته کړې، دوی به هغه نیمګړې پروژې هم بشپړې کړي چې د نړیوال بانک یا هم اسیا پرمختیايي بانک له لوري پلي کېدې.
وانګ یو له اسلامي امارت غوښتي چې له دوی سره دې د هغو پروژو په اړه معلومات شریک کړي چې ورته لومړیتوب لري.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم له چینايي لوري سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.