ads

له روسیې سره تړونونو پر بازار اغېز کړی؟

د روسیې او افغانستان ترمنځ له سوداګریزو تړونونو وروسته تمه وه، چې په کور دننه به د توکو بیې راټیټې شي، خو لاهم د خوراکي او سون توکو بیې هغه ډول چې لازمه وه، نه دي کمې شوې.

اسلام الدین احمدي
3 لړم 1401
له روسیې سره تړونونو پر بازار اغېز کړی؟

د اقتصادي چارو شنونکی واصف الله عثماني وايي، حکومت په بازارونو کې په اوږد مهاله بڼه د بیو کنټرول نه ترسره کوي.
« دلته تر ډېره کنټرول نشته، یوازې قراردادونه کېږي، خو نور یې قیمتونه معلوم نه دي، ، که د بازار مافیا ختمه شي، نو فکر کوم چې دا به هم د نرخونو په کنټرول کې رغنده رول ولوبوي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي وارث امیري کلید ته وویل، که څه هم له روسيې سره د سون او خوراکي توکو اقتصادي تړونونه شوي، خو په خبره يې د توکو د بیو لوړېدلو علت د حکومت له لوري په بازار کې د داخلي پالیسۍ د یو مشخص سیسټم نشتوالی دی چې له کبله یې د توکو په بیو کې کموالي نه راځي.
«یوازې په روسيې باندې اتکا په کار نه ده، موږ د سیمي له نورو هېوادونو سره هم پولې لرو چې له دوی سره پخوا هم موږ د سوداګرۍ په برخه کې ښې اړېکې درلودې، لکه ایران چې زیات تیل لري، نو په کار ده چې له دغو هېوادونو سره اقتصادي تړونونه وشي.»
بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد کلید ته وویل چې له روسیې سره د شوي تړون له مخې به د هېواد په بازارونو کې د سون او خوراکي توکو بیې راټیټې شي.
«موږ کوښښ کوو چې د روانې میاشتې تر پایه له روسيې څخه انتقالات پیل کړو. په دې برخه کې چې کومې ستونزې رامنځته شوې وې حل شوې دي، وارداتو لپاره بشپړ چمتو یو او د پیسو تادیه کولو لپاره هم هيڅ ستونزه نشته.»
د یادونې وړ ده چې اوس مهال په کابل کې د یو لیټر ډیزلو بیه ۹۷ افغانۍ او د یو لیټر پټرولو بیه له ۷۵تر ۸۱ افغانیو ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA