ads

په ارزګان کې سلګونه کسان په کار کمارل شوي

په ارزګان کې د خوړو نړيوال سازمان سلګونه هغو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې چې له اقتصادي ستونزو سره مخ او بې روزګاره وو.

احسان الله ولسمل
1 لړم 1401
په ارزګان کې سلګونه کسان په کار کمارل شوي

په دغه ولایت کې (ADA) د خوړو د نړیوال پروګرام په مرسته په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې سلګونه کسان په دندو ګمارلي دي.
د دې موسسي ولايتي مسول محمد نعيم مومند دغه خبرې په چورې ولسوالۍ کې د يوه کانال د پرانيستلو پرمهال کړې او زیاته کړې یې ده چې په ټوله کې یې ۴۷۰۹ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
نوموړی وايي، دوی بیوزله او بې دندو کسان ته د کار په بدل کې هر مياشت ۸۵۰۰ افغانۍ ورکوي.
د ده په خبره، د یاد پروګرام هدف دا دی چې خلک له سوال کولو او نورو ته له اړتیا وژغورل شي:
«ګټه یې دا ده چې خلکو ته مو کار پیدا کړی، د کار په بدل کې ورسره مرستې کېږي او هره میاشت هغوی ته ۸۵۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.»
په ورته مهال د ارزګان ولايتي مسولين د داسې پروژو د پلي کولو هرکلی کوي او زياتوي چې په ټول توان به د موسیسو د کار د ښه کولو په برخه کې همکاري وکړي.
د ارزګان والي مولوي علي جان احمد وايي، په دې وروستيو کې سېلابونو خلکو ته زيانونه اړولي او د موسیسو مرستو ته جدي اړتیا لري.
«روغتونونه باید جوړ شي، ښوونځي جوړ شي، بنسټیزې پروژې پلې او خلکو ته یې ګټه ورسېږي. موسیسې باید د ولس ستونزو ته رسېدنه وکړي.»
په دې اړه مو د خلکو نظر هم واخیست او هغوی هم د خوړو له نړیوال پروګرام او اړوند موسیسو د بنسټیزو کارونو پلي کېدو او او د خلکو د ستونزو حل غوښتنه کوي.
د سیمې دوو اوسېدونکو محمد نعیم او اختر محمد کلید راډیو ته وویل:
«زموږ اساسي غوښتنه دا ده چې د غریب ولس لاسنیوی وشي او د کار زمینه ورته برابره شي. موږ پر دغه کار ډېر خوښ یو.»
نه یوازې د ارزګان، بلکې د ډېری ولایتونو اوسېدونکي له نړیوالو موسیسو د بنسټیزو پروژو پلي کېدو او هغوی ته د کاري زمینې برابرېدو غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA