ads

په کندهار کې د ارغند صابون فابریکه

په کندهار کې له نباتي بوټو او کرنیزو توکو څخه جوړېدونکی صابون نه یوازې په کور دننه، بلکې په امریکا او اروپا کې هم ډېر خوښوونکي لري.

تاج محمد ساحل
27 تله 1401
په کندهار کې د ارغند صابون فابریکه

د ارغند صابون کارخانې استازی صابر احمد صالح وايي چي چي دغه صابون ټول په طبعي شکل د طبعي نباتاتو او میوو څخه جوړيږي.
د صالح په خبره ارغند صابون چي د اوو بېلابیلو طبعي بوټو او میوو څخه جوړیږي ټول کار يې د انسانانو په واسطه ترسره کیږي او له هیڅ ډول ماشینري څخه کار نه پکې اخیستل کیږي.
«د صاون د تولید څخه بیا بازار ته د عرضه کولو تر وخته درې میاشتي وخت نیسي تر څو د ټکولو لپاره اماده شي او بیا نور پیک او پریس کیږي چي بازار ته عرضه شي»
د صابون جوړولو په دغه کارخانه کې کار کوونکي وايي، د ارغند صابون جوړول ځکه له نورو صابونونو سره توپیر لري چې ټول کار يې د لاس په واسطه کېږي.
«اووه اته ډوله مواد سره یو ځای کوو، غوړي يې باسوو او بیا وروسته صابون ورڅخه جوړ وو ، بیا يې پخوو چې بڼې يې د ارغنداب د رود د کاڼو په څېر شي.»
د ارغند صابون د تولید په دغه کارخونه کې د نارینه وو تر څنګ ښځینه هم کار کوي.
بي بي نوریه له تېرو څو کلونو څخه د صابون جوړولو په دغه کار ځای کې کار کوي.
هغې کلید راډیو ته وویل چې په دې کارخونه کې ورته ښه خوندي کاري چاپېریال برابر دی او له دې لارې خپلو اولادونو ته یوه مړۍ ډوډي پیدا کوي.
«دلته موږ صابون جوړو، ډير خوشحاله یوو چې دلته ته د کار زمینه راته برابره شوې.»
په کندهار کي صنعت او تجارت رئیس سید سرور اماني وايي چي هڅه کوي دداسي صنعت ملاتړ وکي چي کاري قوه يې تر ډيره بشري وي.
د اماني په خبره په هیواد کي د وروستیو بې موسمه بارانونو له امله زراعت ډير تاواني کړ چي له امله يې هغه کارخوني چي تر ډېره يې بشري ځواک ته اړتیا لرل هم زیانمني سوي او کار يې کم سوی.
نوموړی وايي چي سرمایه ګزاران هڅه کوي چي خلګو ته کاري زمینې برابري کړي خو د دولتي امکاناتو نشتون او د برق ستونزه يې پر وړاندي لوی خنډونه دي.
«سرمایه ګزاران هڅه کوي چی خلګو ته کاري زمینې برابري کړي خو د برق نشتون او دولتي امکانات کمښت يې په وړاندي لويي ستونزي دی))
کندهار که له یوې خوا کرنیز ولایت دی، خو له بلې تر اوسه د صنعت له اړخه په کې دومره کار نه دی شوی، څومره چې ورته اړتیا وه.
صنعتکاران بیا هلته د برېښنا نشت د خپلو کارونو په مخ کې ستر خنډ یادوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA