ads

په خوست کې د بانکي اسانتیاوو ډېرېدل

په خوست کې د ځینو خصوصي بانکونو له لوري د پېرېدونکو لپاره هغه محدویتونه چې د وروستیو تحولاتو له کبله یې ځانګړې کړي او له ټاکلي اندازې زیاتي پیسې نه ترې اخیستل کېدې، له منځه وړي دي.

بصیر یاد
26 تله 1401
په خوست کې د بانکي اسانتیاوو ډېرېدل

دوی وايي، د پېرېدونکو لپاره یې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې او د دې ترڅنګ یې په ښار او اړینو ځایونو کې د ATM ماشینونه هم بېرته فعال کړي دي.
د عزیزي بانک د جنوب ختيځ زون مسوول مومند وايي، نه یوازې په خوست، بلکې په ټول جنوب ختیځ زون کې مشتریان کولی شي چې له ټاکلي اندازې زیاتي پیسې واخلي:
«په شپږو ولایتونو کې چې زموږ د زون مربوط دي بانکي خدمات ښه تېز او پر وخت روان دي او ATM ماشینونه هم د ټولو مشتریانو پر مخ فعاله دي او کومه بانکي ستونزه نشته.»
په ورته وخت کې په خوست کې د عزیزي بانک مدیر مطیع الله سلطان زوی وايي، په خوست کې تر تحولاتو وروسته چې د بانکي خدمتونو په ځینو برخو کې بندیزونه موجود وو، له منځه تللي او مشتریان کولی شي په نامحدوه توګه پیسې ترلاسه کړي:
«هغه مشکلات چې موږه په خوست ولایت کې درلودل وروسته له تحولاتو ټول حل شوي، هېڅ ستونزه نشته د بیروبار مخنیوی شوی، معاشات پوره ورکول کېږي او د پیسو لپاره ټاکلی حد پای ته رسیدلی او ټولې ستونزې حل شوې دي.»
په خوست شیخ زاید پوهنتون کې هم نن ورځ د عزیزي بانک له لوري استادانو او محصلینو ته د اسانتیا په خاطر د ATM ماشین پرانیستل شو.
د شیخ زاید پوهنتون د ادراي او مالي چارو مرستیال محمد شفیق رشاد وايي، د ATM ماشین په پرانیستلو سره به د استادانو او محصلینو ستونزې کمې شي او له ځنډ پرته به پیسې اخیستلی شي:
«د معاشونو قرارداد چې و هغه په ښار کې و، زموږ استادن او محصلین په ستونزو کې وو او د دوی درسي ساعتونه به ضایع کېدل، خو د دې ماشین په پرانیستو سره دغه ستونزه حل شوه.»
د یادولو ده چې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته له تېر یو کال راهیسې بانکي خدمتونه له عادي حالته ووتل او په دې برخه کې ځینو بندیزونو او محدودیتونو خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA