ads

په کونړ کې د ځنګلونو پرې کېدو په اړه اندېښنه

وروسته له هغه چې د کرنې وزارت له لوري په کونړ کې د ځنګلونو پخوانیو وهل شویو لرګیو ته د ایستلو قانوني اجازه ورکړل شوې، خو لاهم د دغه ولایت قومي مشران اندېښنه لري چې ګنې د دغو لرګیو په ایستل کېدو سره ځنګلونو قطع کېږي.

جان اغا صالح
24 تله 1401
په کونړ کې د ځنګلونو پرې کېدو په اړه اندېښنه

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ قومي مشر حاجي کامل د کرنې وزارت له لوري د یادې طرحې هرکلي کوي، خو غوښتنه یې دا ده چې د ځنګلونو ساتنې ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.
نوموړی همداراز د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د قومي تړون په رامنځته کیدو هم ټینګار کوي.
«له کله چې د حکومت له لوري له کونړ څخه د وهل شویو او پخوانیو د لرګیو د وتلو اجازه ورکړل شوې، نو هره ورځ له دغه ولایت لرګي نورو ولایتونو ته انتقالېږي او په دې سره زموږ اندېښنه دا ده چې په دې سره به د ځنګلونو وهنه زیاته شي، نو غوښتنه کوو چې د ځنګلونو ساتنې ته دې پام وشي.»
بلخوا بیا د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې نجاران او د لرګیو کاروباریان له حکومتي مسولینو غواړي چې د دوي اره کشۍ ماشینونو دې ازاد کړي او د روزګار د ښه والي په هدف دې خامو موادو پرځای يوازي پخو موادو ته له دې ولایت د وتو اجازه ورکړي.
د لرګیو دوه کاروباریان حاجي مدیر او انصارالله د اسلامي امارت له لوري دوی ته د لرګیو د انتقال شپږمیاشتنۍ موده کمه بولي او له مسولینو غواړي چې ټاکل شوې موده دې وغځوي.
«اوسمهال موږ ته شپږمیاشتې وخت راکړل شوی، د کرنې وزارت له لوري چې باید وهل شوي لرګي له کونړ څخه د سوداګرۍ په هدف نورو ولایتونو ته انتقال کړو، خو دا موده کمه ده. زموږ غوښتنه له حکومت دا ده چې باید دا موده زیاته کړي او لا زیاتې اسانتیاوې دې سوداګرو ته برابرې کړي.»
خو ځایي چارواکي بیا ډاډ ورکوي او وايي هېچا ته به دې اجازه ورنه کړي چې ځنګلونه پرې کړي او یا هم د زړو لرګیو په منځ کې تازه لرګي له دې ولسوالۍ نورو ولایتونو ته انتقال کړي.
د کونړ امنیه قوماندان مولوي عبدالخالق حقاني هغه اوازې هم ردوي چې ګوندې امنیتي کسان د لرګیو له سوداګرو په غیر قانوني ډول پیسي اخلي.
حقاني زیاته کړه:
«موږ د ځنګلونو د ساتنې لپاره پوره پاملرنه کوو او هېڅوک حق نه لري چې ځنګلونه پرې کړي او په دې برخه کې موږ جدي یو، خلکو ته ډاډ ورکوو چې ځنګلونه به هېڅ وخت نه پرې کېږې او که څوک دا کار کوي، نو موږ به یې په کلکه مخنیوی کوو.»
د کرنې وزارت وایي، په تېرو څو لسيزو جګړو کې د هېواد ډېر ځنګلونه په خپلسري توګه وهل شوي او لرګي يې بهر ته قاچاق شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ډېرو ولايتونو کې د ځنګلونو د خپلسرې وهنې او لرګيو د قاچاق په تړاو له کلونو راهېسې شکايتونه موجود دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA