ads

په کندهار کې د وچې مېوې د پروسس فابریکه فعاله شوه

د کندهار د ښوراندام په صنعتي پارک کې د وچې مېوې د پروسس نوې فابريکه فعاله شوه.

ریحان نورزی
14 تله 1401
په کندهار کې د وچې مېوې د پروسس فابریکه فعاله شوه

د وچې مېوې د پروسېس دغه کارخونه د يونيم میلیون ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده.
د مسوولینو په خبره، دلته شاوخوا ۲۰۰ کارکوونکي د وچې مېوې د پروسس په بېلا بېلو پړاونو کې کار کوي او د مياشتې له لس زره څخه نيولې بیا تر ۱۵ زره افغانيو پورې عاید ترلاسه کوي.
«شکرپاره پاکوم، لس نور کسان کار کوي، لس نور کسان بیا د ماښام له خوا کار کوی، چې تر ماښام پورې کار وکړي، ۶۰۰ افغانۍ ورکول کېږی او که تر غرمې کار وکړي، بیا ۳۰۰ افغانۍ ورکول کېږی.»
د وچې مېوې د پروسس د دې فابريکې مشر حاجي جمیل افغان وایي، پروسس شوې وچه مېوه يې د هند، پاکستان، ایران او متحده عربي اماراتو ترڅنګ د تاجکستان بازارونو ته هم استول کېږي.
نوموړی وایي، د ورځې تر پنځه ټنه پورې انځر، شکر پاره، ابجوشي، کشمش او زيره پروسسوي.
« شکرپاره، ابجوشي، تور کشمش، سره کشمش او انځر دا شیان دلته پیک کېږي او نورو هېوادونو ته یې استوو.»
پر همدې مهال د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا وایي، په نړیوال بازارونو کې د پروسس شوې وچې او لندې مېوې غوښتنه کېږي، چې اوس په کندهار کې ورځ تر بلې دغه چاره عملي کېږي.
«د اوس د عصر غوښتنه هم دا ده چې هر مېوه پیک شي او بیا نورو هېوادونو ته صادره شي.»
د سويلي حوزې په کچه زياته وچه مېوه په کندهار، زابل، ارزګان او دايکنډي ولایتونو کې توليدېږي، چې وروسته د پروسس لپاره کندهار او بيا بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA