له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرسته له رارسېدو وروسته یو سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.
دا په تېرو درېیو ورځو کې دویم ځل دی چې په دغه اندازه مرسته هېواد ته را رسېږي.
دوې ورځې وړاندې هم افغانستان ته ۴۰میلیونه ډالر نغده بشري مرسته را رسېدلې وه.
افغانستان بانک له دغو مرستو هرکلی کړی، خو له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې خپلې مرستې د بانکي سکټور له لارې تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما ویلي و چې دوی په تېر یو کال کې له افغانانو سره تر یو میلیارد ډالرو ډېره مرسته کړې ده.