ads

هېواد ته۴۰میلیونه ډالر نوره بشري مرسته رارسېدلې

د افغانستان بانک له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام هېواد ته د ۴۰میلیونه ډالرو نورې بشري مرستې د رارسېدو خبر ورکوي.

کامران احمدزی
13 تله 1401
هېواد ته۴۰میلیونه ډالر نوره بشري مرسته رارسېدلې

له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرسته له رارسېدو وروسته یو سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.
دا په تېرو درېیو ورځو کې دویم ځل دی چې په دغه اندازه مرسته هېواد ته را رسېږي.
دوې ورځې وړاندې هم افغانستان ته ۴۰میلیونه ډالر نغده بشري مرسته را رسېدلې وه.
افغانستان بانک له دغو مرستو هرکلی کړی، خو له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې خپلې مرستې د بانکي سکټور له لارې تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما ویلي و چې دوی په تېر یو کال کې له افغانانو سره تر یو میلیارد ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA