ads

په خوست کې د والیبال لوبې مینه‌وال زیات شوي

نېږدې هره ورځ د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د نورو لوبو ترڅنګ د والیبال سیالۍ هم کېږي او د دې لوبې لوبغاړي وايي، ورځ تر بلې یې مینه‌وال د ډېرېدو په حال کې دي.

بصیر یاد
13 وږی 1401
په خوست کې د والیبال لوبې مینه‌وال زیات شوي

د خوست ورزشي امریت امر عطاالله شاه کډوال وايي، په دې وروستیو کې په خوست کې د والیبال سیالیو مینوال زیات شوي چې په همدې اساس یې د خوست په مرکزي لوبغالي کې هم دغه سیالۍ ترسره کړې او له یادو لوبو یې هدف د ځوانو لوبغاړو موندل او د مشرانو او ځوانانو ترمنځ نږدې والی و.
«پای لوبه کې د تڼیو او میرانشاه لوبډلو دوه ورځې لوبې وکړې چې د میرانشاه لوبډلې پای لوبه په خپل نوم کړه او له دې مو هدف د ځوانانو او مشرانو نږدې والی و.»
د خوست د منتخبې لوبډلې روزنکی الهام الله الهام وايي، په دې وروستیو کې یې په مختلفو ولسوالیو کې د والیبال سیالۍ ترسره کړې او دوی غواړي چې دغه لوبه د خوست ټولو ولسوالیو ته ورسوي او ترڅنګ یې د خوست منتخبې لوبډلې ته نوي ځوانان انتخاب کړي:
«زموږ پلان همدغه و چې د والیبال سیالۍ او عموم کې ورزش ټولو ولسوالیو ته وغځوو او زموږ هدف په ولسوالیو کې د ځوانانو موندل او د خوست منتخبې او ملي لوبډلې ته د لوبغاړو جذبول دي.»
په ورته وخت کې د خوست د تڼیو د منتخبې لوبډلې لوبغاړی احسان الله احسان وايي، په خوست کې ځوانان له ورزش سره ډېره مینه لري، چې له همدې کبله د بېلابېلو لوبو سیالۍ ترسره کېږي.
«په دې اخره کې چې والیبال ته کار وشو خلکو د والیبال سره شوق پیدا شو او له نورو ولایتونو څخه لوبډلې راغلې، په مرکز او ولسوالیو کې لوبې ترسره شوې چې په دې سره والیبال ډېر ترویج شو او ځوانان دغې لوبې ته وهڅېدل.»
د یادولو ده چې د خوست معتدلې هوا ته په کتو نه یوازې والیبال، بلکې د کرکټ او فوټبال لوبې هم په مرکز او ولسوالیو کې ترسره کېږي چې ځینې وختونه له نورو ولایتونو او کوزې پښتونخوا څخه هم د بېلابېلو لوبو لوبغاړي د لوبو لپاره خوست ته راځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA