په ایران، پاکستان، بنګلادېش، سریلانکا او د هند په ځینو برخو کې داسې راپورونه ورکول کېږي چې خلک یې د بېروزګارۍ، خوراکي توکو کمښت او انرژۍ د بیو لوړېدو له کبله لاریونونو ته اړ شوي دي.
په پاکستان او ایران کې د اقتصادي کړکېچونو له کبله لاریونونه ځکه د پام وړ دي چې په دغو دوو ګاونډیو هېوادونو کې ډېر شمېر افغان کډوال هم مېشت دي.
په ایرن کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، بېروګاري او ګڼ نور اقتصادي مسایل د دې سبب شوي چې خلک د حکومت پر ضد لاریونونه وکړي.
خو د دغو دوو ستونزو ترڅنګ پاکستان، سریلانکا، بنګلادېش او هند هغه هېوادونه دي چې خلک یې د انرژۍ د بیو د لوړوالي کبله پر حکومت نیوکې کوي او حتا د لاریونونو لامل شوي.
د چارو شنونکي بیا وایي، دغه بد اقتصادي وضعیت د افغانستان په ګډون پر سیمهییز سیاسي چاپېریال هم منفي سیوری غوړولی دی.
د اقتصادي چارو شنونکی محب شریف که څه هم د افغانستان اقتصادي وضعیت له وړاندې غیرمنظم او لویدلی بولي، خو په خبره یې، ښایي د سیمې او ګاونډیو هېوادونو کمزوری اقتصادي وضعیت پرې اغیز ونه لري.
«د ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو اقتصادي سیستمونه تر موږ ډېر منظم او برابر دي. طبعاً اغیز به ولري، خو دومره به ونه لري لکه څومره چې موږ فکر کوو.»
د سیاسي چارو شنونکی محمدنبي تدبیر بیا وایي، د ګاونډ او سیمې هر سیاسي او اقتصادي کړکېچ د افغانستان په روان سیاسي او اقتصادي وضعیت اغېز لرلی شي.
د نوموړي په خبره، په سیمه کې اوسني اقتصادي حالت هم د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي چاپیرل منفي اغېز کړی.
«افغانستان په نړۍ کې یو مصرف کوونکی هېواد باله شي. موږ ډېری خوراکي او ګڼ نور اړین توکي له ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو راوړو، نو کله چې هلته وضعیت ښه نه وي، معلومه خبره ده چې پر افغانستان به منفي اغېز لري.»
د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي هم مني چې د ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو وروستي اقتصادي کړکیچونه پر افغانستان منفي سیوری غوړولی، خو په خبره یې، هڅه کوي چې د دغو کړکېچونو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي په دې تړاو کلید ته وویل
:«موږ هم لاستر زنې نه کېنو. شپهو ورځ هڅه کوو چې د افغانستان اقتصادي ستونزې هوارې کړو.»
نړیوال بانک هم د نړۍ اقتصادي ودې په اړه خپل کلني رپوټ کې خبرداری ورکړی چې لږ پرمختللي هېوادونه د اوکراین جګړې او کورونا وبا له کبله له سخت اقتصادي کړکېچ او رکود سره مخامخ دي.
نړیوال بانک ویلي چې د ختیځې افریقا او د اروپا ځینې برخې په ځانګړي ډول ډېرې اغېزمنې شوې دي.
نړیوال بانک دا هم ویلي چې دغه اقتصادي ځوړ په اروپا او ختیځه آسیا کې لږ پرمختګ لرونکي هېوادونه لا ډېر ځپي.
د روانې جون میاشتې لپاره د نړیوال بانک د نړیوالو اقتصادي چارو په راپور اټکل شوی چې پر نړیواله اقتصادي وده دغه اغېز ښايي د روانې لسیزې تر پایه دوام وکړي.