ads

پاکستان بیا پر کونړ توغندي توغولي دي

ځایي خلکو د غږ نه خپرولو په شرط له کلید سره په خبرو کې وویلې، چې له تېرې ورځې راهیسې د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ یوځل بیا پاکستانیو ځواکونو توغندیز بریدونه ترسره کړل، چې ګڼو خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه واړول.

ایمل عزیزي
27 سلواغه 1400
پاکستان بیا پر کونړ توغندي توغولي دي
پر کونړ د پاکستان برید

دوی وایي د مالي زیان په اړه کره معلومات په لاس نه لري، خو په خبره یې په هر کور کې څاروي مړه او ژوبل شوي دي.

په ورته وخت کې یوه ځايي خبریال د نوم او غږ نه خپرولو په شرط کلید ته وویل، چې په دې پېښه کې یو تن ټپي او د خلکو لسګونه څاروي له منځه تللي دي.

نوموړی وايي، چې د اسلامي امارت له لوري هم پر مقابل لوري د توپونو ډزې شوې، خو تر اوسه د کونړ ځايي امنیتي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دي، چې د کونړ پر سرحدي سیمو پاکستاني ځواکونه توغنديز بریدونه کوي، کلونه کېږي دا لړۍ دوام لري، خو د خلکو په وینا افغان لوري څنګه چې لازمه ده ځواب نه دی ورکړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA