د افغانستان د فوټبال فدراسیون مرستیال احمدجان ځدران وایي، د افغانستان فوټسال ملي لوبډله پرون له کوربه هېواد قرغیزستان سره مخ شوه چې افغان لوبډلې پنځه پر درې ماتې ورکړه.
د نوموړي په خبره، افغان ۱۹ کلنه لوبډله به په راتلونکو سیالیو کې هم ښه وځلېږي او پاتې دوې لوبې به هم وګټي.
د فدراسیون د معلوماتو له مخې، د فوټسال ملي لوبډله اوس مهال په قرغیزستان کې ده او دا سیالۍ به د قرغیزستان په مرکز بشکېک کې ترسره شي.
په یادو سیالیو کې د افغانستان په ګډون ایران، تاجکستان، ازبیکستان او د کوربه هېواد قرغیزستان د فوټسال ملي لوبډلې ګډون لري.