دغه سیالۍ د افغانستان، ایران، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان هېوادونو د لوبډلو په شتون کې د فبرورۍ میاشتې له ۱۲مې پیلېږي او تر ۱۹مې به دوام وکړي.
ټاکل شوې چې افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ د ایران له لوبډلې سره ترسره کړي.
د فبروري پر ۱۳مه به له قرغیزستان، پر ۱۵مه له تاجکستان او د همدې میاشتې پر ۱۷مه به له ازبکستان سره مخ شي.
د افغانستان د لوبډلې یو غړي حمیدالله غفوري ویلي چې لوبډلې یې د لوبو لپاره بشپړ چمتوالی نیولی دی.