دغه ځوانان وایي، سبا پنجشنبه د اسد ۲۸مه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۲ یمه کلیزه ده او د همدې درې رنګه بیرغ تر سیوري لاندې به یې ولمانځي.
دوی وایي، هېڅوک حق نه لري چې د دوی مخنیوی وکړي.
دا ډله ځوانان داسې مهال ملي بیرغونه د ښار په واټونو کې ځړوي، چې تېره ورځ طالبانو د ښار له منځه ملي بیرغونه راښکته کړل او په ځینو ځایونو کې یې د طالبانو بیرغونه وځړول.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د درېیمې ورځې په تېرېدو ډېرى افغانان د ملي ارزښتونو او شتمنيو د خوندیتوب غوښتنه کوي.
بلور ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې ورځ خبریالانو ته ویلي چې دوی د هېواد ټولو ملي ارزښتونو خوندیتوب ته ژمن دي او په دې تړاو به راتلونکې پرېکړه کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ