ads

په میدان وردک ولایت کې یو ښوونځی جوړ شو

د میدان وردک ولایت سیمه‌ییز چارواکي د دغه ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د یو ښوونځي جوړېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
17 زمری 1400
په میدان وردک ولایت کې یو ښوونځی جوړ شو

د دغه ولایت د والي ویاند محب الله شریف زوی وایي، د جلرېز ولسوالۍ په اسماعیل خېلو کلي کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اقراه پروژې په چوکاټ کې د شپږ اشاریه درې میلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي یوه ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
هغه زیاتوي، دا ښوونځی اته درسي خونې، دوې اداري خونې، پنځه تشنابونه او د څښاک اوبو څا هم لري.
له دغه ښوونځي څخه به ۳۶۰ کورنۍګټه واخلي.
د يادونې وړده، چې په دې ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د اقراء برنامې په چوکاټ کې ۱۷ ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي، چې یو شمېر ودانۍ بشپړې شوې او پاتې نورې به په نېږدې وخت کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA