ads

امریکا: افغانستان څخه د ځواکونو وتل له پروګرام سره سم روان دی

د دغه هېواد د دفاع وزیر لوید اوستن د امریکا د دفاعي بودجې د اعلان پرمهال وویل، چې له افغانستان څخه له پروګرام سره سم د دوی وتل دوام لري خو زیاته یې کړه چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته به بیا هم دوی په دغه هېواد کې د القاعدې د ځپلو لپاره جواز ولري.

فضل هادي حمیدي
21 غبرګولی 1400
امریکا: افغانستان څخه د ځواکونو وتل له پروګرام سره سم روان دی
بهرني ځواکونه

خو د سیاسي او پوځي چارو شنونکي بیا وایي، القاعده نوره په افغانستان کې په هغه حالت کې نه ده چې امریکا ته دې ګواښ وي خو په دې خبرداري سره امریکا غواړي چې په افغانستان کې په راتلونکې کې د خپلو پوځي عملیاتو لپاره یوه بهانه جوړه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالباري عارض وایي، یو امریکا غواړي چې په دې خبرداري سره یو په طالبانو فشار راوړي ترڅو د سولې په خبرو کې خپل دریځ نرم کړي او بل که په اینده کې کوم عملیات کوي د هغه لپاره باید یوه بهانه ولري.

په ورته وخت کې د پوځي چارو شنونکی محمدصادق شینواری وایي، دوی غواړي په داسې خبرداریو سره نړۍ ته څرګنده کړي چې دوی په افغانستان کې ماتي نه ده خوړلې خو وایي، چې له افغانستان څخه له وتلو وروسته بیا دلته د القاعدې پرضد عملیات کول ډیر شوني نه ښکاري.

په ورته وخت کې امریکا ویلي چې دوی به له افغان حکومت سره ټینګې اړیکې ولري او د افغان ځواکونو او دولت مالي ملاتړ به کوي.

خو د پوځي چارو شنونکی محمدصادق شینواری وایي، چې امریکا باید د سولې په پروسه کې مالي او سیاسي مرستې وکړي.

هغه د امریکا د مرستو ژمنې ته په اشارې سره وایي، په پوځي برخه کې د امریکا د مرستو له ژمنې څرګندیږي چې امریکا غواړي په افغانستان کې جګړه نوره هم دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا لوی درستیز مارک میلي ویلي، چې له افغانستان څخه د دوی د ځواکونو امن، ستراتیژیک او له پروګرام سره سم وتل دوام لري.

خو له دې سره هم مهاله په افغانستان کې جګړې ورځ تربلې زور اخلي او دواړو لورو ته له مرګ ژوبلې سره سره ویل کیږي چې په دې وروستیو کې یو شمېر سیمې او ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA