ads

د ګیزاب اوسېدونکي: د دولت بې پامي به د ولسوالۍ د سقوط لامل شي

له تېرو څو ورځو راهیسي د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د ارزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

احسان الله ولسمل
15 غبرګولی 1400
د ګیزاب اوسېدونکي: د دولت بې پامي به د ولسوالۍ د سقوط لامل شي
دواړه لوري د ځینو سيمو د نېولو او يو بل ته د مرګژوبلي اوښتو ادعاوې کوي.
د ګيزاب ولسوالۍ خلک، چې نن په مرکز ترينکوټ کې راغونډ شوي وو، د يادې ولسوالۍ پر امنیتي وضيعت اندېښنه وښوده او زياته يې کړه، که دې ولسوالۍ ته پام ونه شي، مخالفینو ته یې پرېښودول لېرې نه دي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د ولسوالۍ يو شمېر دولتي ودانۍ وسله والو طالبان نيولې او لاهم جګړه روانه ده.
د ګیزاب يو قومي مشر عبيدالله او نورمحمد وویل:
«وړمه شپه طالبانو برید کړی، هلته يې د پوستو اړيکې سره پرې کړې دي، ۱۲ سرتيري تسليم شوي. تراوسه هېڅ مرسته ورسره نه ده شوې. که حکومت تازه سرتېري دې ولسوالۍ ته ونه لېږۍ، سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو امکان ډېر دی.»
د یادې ولسوالۍ خلک له حکومت څخه د عمليات د پیلېدو غوښتنه کوي او زياته وي چې دغې ولسوالۍ ته دې اضافي سرتيري ولېږل شي.
ملک محمدنعيم وويل: «که تر نن شپې هغه سرتيري چې هلته کلابند دي مرسته ورسره ونه شي، سبا سهار به خبر شئ چې ولسوالۍ ټوله طالبانو نېولي ده.»
د خلکو دا غوښتنه مو د ارزګان له امنيه قومندان سره شريکه کړه.
امنيه قومندان علي احمد عطايي وايي، ډېر ژر به په ولسوالۍ کې د سيمو د نېولو لپاره افغان ځواکونه عمليات پیل کړي.
دارزګان امنيه قومندان علي احمد عطايي وویل: «زه داسې نه وايمه چې جنګ نشته، هلته افغان ځواکونه په قوي مرال جنګېږي، موږ ډېره هڅه پیل کړې چې په سیمه کې عملیات پیل کړو.»
له تېرو څو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو پر ګيزاب ولسوالۍ پراخ بريدونه پیل کړي. د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پر خپل ټويټر لیکلي چې په ګيزاب ولسوالۍ کې يې ګڼې سيمې نیولې دي او لسګونه سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA