ads

د هلمند اوسېدونکو یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د عامو خلکو لخوا په یوه جوړه شوې غونډه کې یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل شول چې روانه جګړه ودروي او د سولې پروسې ته دوام ورکړي.

حضرت محمد روحاني
14 غبرګولی 1400
د هلمند اوسېدونکو یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه

د هلمند مرکز لښګرګاه کې په سلګونه ولسي وګړو د یوې غونډې پرمهال یو ځل بیا له حکومته او وسله والو طالبانو څخه د سولې او اوربند غوښټنه .وکړه

یادې غونډې  ته راغلو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې نور باید په هېواد کې دتلپاتي سولې لپاره کار وشي،او دغه وینه بهېدنه پای ومومي.

«موږ له طالبانو څخه غوښتنه کوو، چې دوی ولې د بهرنیانو سره سوله کوي، مهمه داده چې ددغه حکومت سره د سولې لار خپله کړه او ددغه خلکو پرحال پوښتنه وکړي، اوږې تېږې د خلکو په مارکیټونو کې شپي سباه کوي»

همدغه راز بیا هم یاده  جوړه شوې غونډه کې د قیام ګوند ولایتي مسؤل ښاغلي یار محمد صالح په خپلو خبروکې پر دواړو خواوو غږ وکړچې تر خپل شخصي  ګټو تېر شي او د دې خلکو لپاره جنګ بس کړي  او د هېواد سرحدات دې خوندي کړي.

«موږ افغانان پردواړو خواو باندې ږغ کوو، تر شخصي ګټو تېرشئ او ددې وطن په جوړړلو او ابادولو کې ونډه واخلئ، د هېواد د سرحداتو څخه ساتنه وکړئ»

په داسې حال کې په دې ولایت کې د سولې،اوروبند په تړوا بیا ددې ولایت ولسي وګړي پر دواړو غاړو د جګړې د درېدولو غږ کوې ، چې اوس مهال هم لښګرګاه ښار ته په نږدې سېمو کې جګړې روانې دي او هره ورځ ددې جګړې قرباني یوازې افغانان ورکوي.

خبریال حضرت روحاني ))…………………

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA