ads

کونړ کې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او ۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي

د کونړ د والي ویاند غبدالغني مصمم وایي، تېر ماښام ناوخته د کونړ مرکز اسعد اباد په چغان سیمه کې یو موټر پورې نښلول شوي ماین چاودنه کړې، چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

جان اغا صالح
13 غبرګولی 1400
کونړ کې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او ۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي

په ورته مهال په اسعد اباد کې د مرکزي روغتون رییس عطا الله ساپي ویلي، چې روغتون ته یې د چاودنې له ځایه نهه تنه ټپيان او یو جسد راوړل شوی چې د درییو تنو وضیعت یې نازک دی.

تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA