ads

پاکستان کې له کورونا ویروس څخه ۹۲ تنه نور مړه شوي

د پاکستان د روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۲زره ۲۸ تنه پر کورونا ویروس اخته شوي دي او په همدې موده کې ترې ۹۲تنه مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
13 غبرګولی 1400
پاکستان کې له کورونا ویروس څخه ۹۲ تنه نور مړه شوي

د پاکستان د روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۲زره ۲۸ تنه پر کورونا ویروس اخته شوي دي او په همدې موده کې ترې ۹۲تنه مړه شوي دي.

د یاد هېواد د روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي شوي، چې پاکستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۹۲۴زره څخه اوښتی او له دې وبا څخه د مړه شویو کسانو شمېر۲۰زره ۹۳۰تنو ته ورسېد.

د پاکستان حکومت د کورونا ویروس د درېیمې څپي د کابو کولو لپاره محدویتونه هم وضعه کړي دي؛ خو بیا هم په یاد هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر په مخ په زیاتېدو دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۷۱ میلیونه ډېر شوی او  تر درې نیم میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA