ads

وسله‌والو طالبانو په ارزګان ولایت کې یوه امنیتي پوسته سقوط کړې ده

وسله‌والو طالبانو د ارزګان د ګېزاب ولسوالۍ ځينې برخې نيولې او په ترينکوټ کې يې يوه امنيتي پوسته سقوط کړې ده.

احسان الله ولسمل
13 غبرګولی 1400
وسله‌والو طالبانو په ارزګان ولایت کې یوه امنیتي پوسته سقوط کړې ده
افغنستان

وسله والو طالبانو ددغه ولايت پرګېزاب ولسوالۍ تېره شپه بريدونه پیل کړي دي.

په ورته وخت کې چارواکي د وضيعت د کابو کولو ډاډ ورکوي.

ارزګان د ګېزاب ولسوالۍ امنيه قومندان لالي کليد ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو ددغه ولايت پر ګېزاب ولسوالۍ پراخ بريدونه وکړل چې امله يې يو شمېر سيمې د افغان ځواکونو له ولکي ووتلي.

هغه وايي د ګېزاب په جګړه کې د ولسوالۍ د محبس د قومندان په ګډون درې سرتېري وژل شوي دي او يو شمېر نور سرتيري یې ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي، که د ولسوالۍ امنيتي وضيعت ته پاملرنه ونه شي ياده ولسوالۍ به سقوط وکړي.
قومندان لالي وويل: «محبس کمپ يې پټاو کړی دی دوه عسکر چې يو د محبس قومندان دی شهيدان شوي دي يو پولیس ورک دی ولسوالۍ خوشې شوې ده وضيعت نازک دی باید تازه دمي ځواکونه ولسوالۍ ته ورسيږي کنه سقوط به وکړي«

د ارزګان امنيه قومندان علي احمد عطايي وايي د ګېزاب ولسوالۍ ته يې تازه دمي ځواکونه لېږلي دي او د وسله والو طالبانو بريدونه پر شاه تمبول شوي دي.

هغه وايي په ولسوالۍ کې امنيتي وضيعت په عادي حالت کې دی.

نوموړی وايي که اړتيا شوه نور ځواکونه به هم ولسوالۍ ته ولېږي.

عطايي وويل«وسله والو طالبانو تېرشپه په ګېزاب ولسوالۍ کې بريد کړی دی د دوی بريد شنډ شوی دی مړي يې د جګړي په ډګر کې پاتې دی زه دارزګان ټول ولس ته ډاډ ورکومه چې ستاسو امنيتي ځواکونه به ستاسو ساتنه کوي او پور ته چمتو دي»

پرهمدې مهال يوه سرچينه وايي، د وسله والو طالبانو يوه نفوذي کس چې د امنيتي پوستي مشر وه  د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې  يې خپله يوه امنيتي پوسته سقوط کړې ده ، د خپلو نورو ملګرو سره يې وسلې او مهمات وسله والو طالبانو ته وړي دي.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد نن د رسنيو سره د يوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وويل چې په مرکز ترينکوټ کې تېره شپه وسله والو طالبانو يوه پوسته سقوط کړې ده؛ خو تر يو ساعت تېرېدو وروسته بيرته ونيول شوه.

هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې د وسله والوطالبانو د بريدونو پر وړاندي افغان ځواکونه بشپړ چمتوالي لري.

محمدعمر شېرزاد وايي: «طالبانو په ترينکوټ کې بريد وکړ، يوه پوسته يې سقوط کړه تر يو ساعت وروسته بېرته امنيتي ځواکونو ونیوله، وضيعت اوس د ډاډ وړ دی د هر ډول بريدونو ځواب ته افغان ځواکونه چمتو دي  طالبان به د يوې پوستې په سقوط هيڅ ونه کړي افغان ځواکونه هم سولې او هم جګړې ته بشپړ چمتوالي لري او دا بیا په طالبانو پورې اړ لري چې کومه لاره انتخابوي»

د ارزګان د مخابراتو رياست د اترا اداري مشر احمد جاوېد خپلواک پر خپل فيس بوک پاڼه ليکلي چې ټولې مخابراتي شبکي بندي شوي او يوازې سلام مخابراتي شبکه فعاليت لري.

خلک د مخابراتي شبکو په بنديدو انديښمن دي؛ خو چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تبلغاتي جګړه پیل کړې ده.

په ارزګان کې د ورستيو پېښو په اړه مو د وسله والو طالبانو د نظر اخيستلو هڅه هم وکړله؛ خو بريالي نه شسو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA