ads

جمهوررییس غني: د کانونو کېندنې بهیر دې چټک شي

جمهوررییس محمد اشرف غني وایي، غیر رسمیي اقتصاد باید په رسمي اقتصاد بدل شي او د کانونو د کېندنې بهیر دې چټک شي.

شمس الرحمن شمس
13 غبرګولی 1400
جمهوررییس غني: د کانونو کېندنې بهیر دې چټک شي

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهوررییس غني پرون د هېواد د کانونو د امنیت تامین په اړه جوړه شوې غونډه کې د هلمند د رخام کان د کارونو د پرمختګ په تړاو بحث وکړ.

جمهوررییس په یاده غونډه د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري ته سپارښتنه وکړه چې د کانونو د کېندنې بهیر دې چټک او پېرلو لپاره ورته ملي، سیمه ییز او بین المللي بازارونه  وموندل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA