په دې اړه د بو لان اډې ته له ولسوالیو څخه راغلي خلک او موټر چلوونکي وایي، د نیم ساعت لاره اوس په درېیو ساعتونو بدله شوې او د لارو له بندېدو سره هم مهاله کرایې هم لوړې شوې دې.
دوي زیاته وي، که له یو موټر چلونکي سره ناروغ وي، پر وخت یې تر روغتونه نه شي رسولی.
«پر دې لاره پر دغه کمربند جنګونه ډېر وي، ناروغان راسره وي او وسایل مو هم خرابېږي. نو په داسې حالاتو کې د ناروغ پر وخت رسول ناشوني وي.»
بلخوا بیا د هلمند د ترانسپورټ رییس انجینیر بلال احمد حقبین وایي، د هلمند ـ کندهار ترمنځ ۶۰۱ نمبر شهرا خلاصه ده او تر څنګ یې د ولسوالیو عمومي لارې بندې دي، خو فرعي لارې د خلکو پر مخ پرانستې دي، خلک کولای شي پرې تګ راتګ وکړي:
«فرعي لارې د خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانیستې دي.»
د هلمند د ولسوالیو اوسېدونکي پر داسې مهال دا شکایت کوي چې لاهم د هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي. دا جګړې د دې لامل شوې چې ښار ته راغلې لارې د خلکو د تګ راتګ پر مخ وتړل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ