د خوست امنیه قومندان پاسوال داود امین کلید ته وویل، یاده چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې له سیمې امنیتي ځواکونه د تېریدو په حال کې وو.
د امین په خبره، امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلې او د پېښې قربانیان ملکي وګړي دي.
مسولین زیاتوي چې ټپيان یې پر وخت د خوست ملکي روغتون ته انتقال کړي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
تراوسه د دې پېښې په هکله کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.