د دغه وزارت ویاند خلیل الرحمن امید د چهار شنبې په ورځ کلید ته وویل، د یاد وزارت ۳۷ کارمندان او د اداري فساد ۲۸ قضیې عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوې دي.
دی زیاتوي، په دغو کسانو کې رییسان، مدیران انجینران او نور کارمندان شامل دي.
د هغه په وینا، اوسمهال ۳۷ نورې قضیې هم تر څېړنو لاندې دي.
دا کسان پر داسې مهال عدلي او قضایي ادارو ته سپارل کېږي چې لاهم په هېواد کې اداري فساد مخ په ډېرېدو دی.
هېوادوال له حکومته غوښتنه کوي چې د دې ناوړه پدیدې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.