ads

د مېرمنو لاسي صنایعو ته د بازار پر نشت نیوکې

په ننګرهار کې په لاسي صنایعو بوختې مېرمنې شکایت کوي چې د مناسب بازار د نشتون له امله یې ډېر کله په لاس جوړ شوي تولیدات په کور پاتې کېږي.

جان اغا صالح
12 غبرګولی 1400
د مېرمنو لاسي صنایعو ته د بازار پر نشت نیوکې
دا مهال د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې په لسګونه مېرمنې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي؛ خو له دې سره سره چې د دوی په لاس د جوړو شوو توکو کیفت لوړ او خواري يې زیاته ده؛ خو د مارکېټ نشتوالی یې د کار پر وړاندې لویه ننګونه ګڼي.
مېرمنې وایي، ډېر کله ورسره ژمنې شوي چې د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره به یې مرسته کېږي؛  خو حکومت هغه څېر چې لازمه ده عملي کړې نه دي.
«موږ د بازار د نشتون له امله ډير کله داسې هم کېږي چې خواري وکړو او یو څه تولید کړو خو څوک یې بیا نه اخلي، یو لامل یې همدا دی چې دلته داسې د ښځو لپاره ځانګړی مارکیت او بازار نشته چې له امله یې د مېرمنو د لاسي صنایعو بازار هم کم رنګه دی هیله ده حکومت په دې برخه کې کړې ژمنې، چې له سوداګرو مېرمنو سره یې کړې وې عملي کړي او په دې برخه کې مېرمنو ته پام وکړي.»
صنعتکارانې مېرمنې وايي، که پر بهرنیو توکو ګمرکي تعرفي لوړې او د مارکيټ په برخه کې په سم ډول کار وشي، نو دا صنعت د کورني اقتصاد د پياوړتیا لپاره تر ټولو مهم دی.
صنعتکارانې مریم او منوره زیاتوي:«که حکومت د مېرمنو په لاس جوړو شویو لاسي توکو تولیدات ته بازار جوړ کړي او پر بهرنیو توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړي، نو هم کېدای شي چې زموږ جوړ شوي توکي ارزښت پیدا کړي او خلک یې واخلي، نو حکومت ته لازمه ده چې کار وکړي.»
ختيځ زون کې د مېرمنو لپاره  د سوداګرۍ خونې استازې مروا صدیقي هم د مېرمنو لپاره د لاسي صنایعو په برخه کې کم رنګه مارکېټ یوه لویه ستونزه ګڼې او وایي، ډېر کله ورسره په لرې پرتو سیمو کې صنعتکارې مېرمنې ستونزو سره  مخ وي؛ ځکه بازار ته یې په سمه توګه لاسرسی نه وي.
مروا صدیقي زیاته کړه:«کومې مېرمنې چې له موږ سره کار کوي، د لاسي صنایعو په برخه کې زیاتره یې په جلال اباد ښار او لېرې پرتو ولسوالیو کې دي، نو لویه ستونزه ډېر وخت دا وي چې مېرمنې خواري وکړي، بازار یې نه وي، چې دوی بیا زړه ماتې کېږي. نو په دې برخه کې مو له اړونده ادارو غوښتنه دا ده چې باید د مېرمنو د اقتصادي وضعیت د پیاوړي کیدو لپاره باید کار وکړي.»
په ورته مهال د ننګرهار ښځو چارو رییسه فتانه عزیز وایې، دوی د مېرمنو د ظرفیت لوړنې او په ځانګړي توګه لاسي صنایعو ته د ښه بازار موندنې په برخه کې کار کړی او په پام کې لري چې په نېږدې راتلوونکې جلال اباد ښار کې د مېرمنو لپاره ځانګړی مارکېټ پرانیزي.
 فتانه عزیز زیاتوي:«په نېږدې راتلوونکې کې جلال اباد ښار کې د مېرمنو لپاره یو ځانګړی مارکیټ چې چارې یې بشپړې شوي دي پرانیزو، چې په دې سره به تر ډېره دې ولایت کې د مېرمنو لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابرې شي او موږ هم هڅه کې یو چې سوداګرې او صنعتکارانې مېرمنې له بازار سره وصل کړو او له همدې لارې یې تولیداتو ته بازار پیدا کړو او لا په دې هڅه کې یو.»
خو د لرې پرتو ولسوالیو صنکاراې مېرمنې شکایت کوي، چې ډېر کله مرسته کوونکې ادارې او حکومت د مېرمنو د ظرفیت لوړونې او هغوی ته د سهولتونو د برابرولو په موخه د ولایتونو په مرکز کې کار کوي او د لرو پرتو سیمو مېرمنې له پامه غورځول شوي، چې له همدې کبله په ډېرو چارو کې د مېرمنو ونډه کم رنګه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA