د هغه په خبره، نوموړی د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو په پلمه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې ته تللی دی.
دی زیاتوي، هغه سرتېري چې له طالبانو سره د یوځای کېدو مخالف وو، له دې ډلې سره نښته کړې چې درې تنه یې نیول شوي او دوه نور یې تښتېدلي دي.
د غور والي همدارنګه وایي، حیات الله عادل په غور ولایت کې د یوې سیمهییزې رسنۍ د پخواني مدیر مسول بسم الله عادل ورور و چې څه موده وړاندې د ناپېژندو وسله والو له لوري ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده چې غور ولایت د امنیت امر وایي، حیات الله عادل د غچ اخیستلو لپاره له طالبانو سره یوځای شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.