نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په جګړه کې رالوی شوی او نور نه شي لیدلی چې کوچني ماشومان دې په افغانستان او فلسطین کې ووژل شي.
نوموړي د جکړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې جکړه بس کړي او سولې ته غاړه کېږدي.
راشد خان لیکلي: « زه سیاست مدار نه یم؛ خو د ټولې نړۍ پر مشرانو غږ کوم چې سیمې ته د سولې راتګ برخه کې هڅه وکړي، زه په جنګ کې را لوی شوی یم او پوهیږم له دی وضعیت نه ماشومان ویریږي زه نور دا نشم لیدلی.»
دا لومړی ځل دی چې یو افغان کرکټر د نړۍ له مشرانو غواړي چې سیمې ته سوله راولي او جګړه ودروي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې جګړې زور اخیستی او هره ورځ د ګڼو افغانانو د مرګ ژوبلې او کډوالۍ سبب کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ