ads

په هلمند کې جګړه ځپلې کورنۍ له حکومته مرسته غواړي

په دغه ولایت کې د جګړې له کبله د بې ځایه شویو کورنۍ غړي وایي، د جګړو دوام او اوږد مهالې کډوالۍ له بېلا بېلو ستونزو سره مخ کړي دي.

حضرت محمد روحاني
21 غویی 1400
په هلمند کې جګړه ځپلې کورنۍ له حکومته مرسته غواړي

دوی وایې، حکومت دې یا د دوی سېمې  له جنګه خلاصې کړي او یا دې د کاري فرصتونو ترڅنګ د ژوند کولو ورځنۍ اړتیاوې ورپوره کړي.

بلخوا بیا د دې ولایت دولتي مسوولین وایې، د دغه ولایت د جګړه ځپلو کورنیوسره بیا ځلې مرستو ته  تازه هڅې پیل شوې دي.

دهلمند ولایت د نادعلي،ناوې او بایاجي دسمې څخه راګډوال شوې کورنۍ وايې دتیرو ۸ اته میاشتو راهسي لښکرګاه ښار کي یوه زاړه مارکیټ ته  راکډه شوي، په هغه مارکیټ په دوکانونو کې ژوند کوې .

دغه کډوال وایي، که څه هم یوشمېر مرستندویه بنسټونونغدي او غیر نغدي مرسته ورسره کړې خو د جنګ دوام او شاته بېکاري هغه څه دي چي دا لنډمهالي مرستې یې  بسنه نه کوي، دغه جنګ ځپلې کورنۍ له دولت څخه غوښتنه کوي چي یا دې د دوی سېمي له جنګ نه خلاصې کړي اویا دې د کاري فرصتنونو ترڅنګ د ژوندانه ورځنۍ اړتیا ور پوره کړي .

(( موږ دوامداره مرسته غواړو حکومت د نوزاد،سنګین ،موسي کلا ولسوالۍ چې طالبانو ته خوشي کولې تکتیکي شاه تګ به یادوي، خو دا چې نادعلي ولسوالۍ، ناوه او باباجي د ښار څلورمه حوزه ده داهم تکتیکي په شاتګ دی ))

 کډوال وايي، سره له دې چی  پاتې شوي ډک کورنه د جنګ له امله په کنډ والو او سنګرونو بدل شوي، دلته د کډوالۍ پر مهال هم داسې حالت ته  رسېدلي چي آن د څاښاک پاکو اوبو ته هم لاس رسی نلری .

 بلخوا بیا دهلمند ولایت د کډوالو چارو رئیس سید محمد رامین ابراهیمي د جنګ ځپلو کورنیو د شته ستونزو پخلی کوي او وايې ؛ د دوی له ریاست سره د ثبت له مخې ۴۱ زره بې ځایه شوې کورنۍ ثبت شوي دي، چې له ډلې یې ۱۵زره کورنۍ په بد اقتصادي وضعیت کې دي چي اوس مهال  بېړنیو مرستو ته اړتیا لري .

 (( په دې ولایت کې ددې ورستیو جګړو او نا امنیو له امله لښکرګاه ښار ته راګډه شوي کورنۍ دي،چې تر ۸۰فیصده پورې یادو کورنیو ته مرسته رسول شوې، خو دا رښتیا هم د دغه کورنیو بسنه نه کوي ځکه یادې کورنۍ نور عاید نه لرې ))

د هلمند دا بې ځایه شوې کورنۍ په داسې حال د کاري فرصتونو او دوامداره مرستو غوښتنه کوي چي لا هم هره ورځ  د دې ولایت مرکز لښګرګاه ښار ته په نږدې سېمو کې جګړې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA