د جمهور رییس غني د يوه فرمان پر اساس په ارزګان ولايت کې ۷ زندانيان چې د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي وو، خوشې شول او د ۱۱نورو بندیانو د بند موده یې کمه شوه.
د ارزګان ولایت د محبس مشر سمونیار محمد نعیم سلطاني د دغومراسيمو پرمهال وویل
ياد کسان د ولسمشر د يوه فرمان له مخې چې د ثور د اتمې په مناسب ورکول شوی و خوشې او د يو شمېر نورو د بند په موده کې د کماښت سپارښتنه شوې
په ورته وخت کې هغه بندیان چې له زندان ازاد شول، له نور خلګو غوښتنه کوي چې د جرمونو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي او خپل آزاد ژوند دې نه خرابوي.
دوي وايي، د محبس یو شپه او ازاد ژوند یو کال سره یو دي.
پرهمدې مهال په ارزګان د بشري حقوقو ولایتي دفتر مسولين هم د حکومت د دغه پريکړې هرکلی کوي.
د ارزګان د بشري حقوقو ولايتي دفتر مشر عبدالاحد بهايي له خلکو غوښتنه کوي چې د جرم ترسره کېدو وړاندې دې د جرم پر سزا فکر وشي.
مسولين وايي، د ولسمشر دغه فرمان يې د يوه ګډ کمېسيون په مرسته پر بنديانو پلي کړي دي او هغه بنديان له دغه فرمان څخه برخمن شوي دي چې پر شرايطو برابر وو.