ads

ختیځ میشتو ځوانانو له طالبانو، د دایمي اوربند غوښتنه وکړه

ختیځ میشتو ځوانانو د یوې ناستې پرمهال له طالبانو وغوښتل چې د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند دې په دایمي اوربند بدل کړي.

جان اغا صالح
20 غویی 1400
ختیځ میشتو ځوانانو له طالبانو، د دایمي اوربند غوښتنه وکړه

دوی په ختیځ او د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې د ناامنیوپه اړه د اندیښنو تر څنګ له وسله والو وغوښتل چې د ملکي وګړو کورونه دې د سنګر په توګه نه کاروي.

ختیځ میشتو ځوانان جلال اباد ښار کې د یوې راټولیدنې پرمهال په هیواد کې او ځانګړي ډول د ختيځ په ځینو ولایتونو کې د ناامنیو د زیاتیدو په اړه د اندیښنو ترڅنګ له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د کوچني اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند وغځوي.

 مدني فعالانو نوراغا ځواک او موسم عبدالرحیمزی دخبرو پرمهال د جګړې دوام د واړو اړخونو په زیان وباله او ویې ویل، د طالبانو له لوري دا ډول اوربند کولای شي په هیواد کې دایمي سولې ته لاره هواره کړي.

« مونږ له وسله والو طالبانو له لوري د اعلان شوي درې ورځني اوربند ملاتړ کوو او هیله مو دا ده چې دا اوربند دې دایمي شي تر څو د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسیږي، ځکه د سولې خبرو د پایلې لپاره لازمه ده چې دواړه خواووې باید اوربند وکړي او جګړه ودروي.»

یو شمیر نورو فعالانو بیا د افغان سولې په برخه کې د ترکیې ناسته برخلیک ټاکونکي ګڼي اوله دواړو خواوو یې وغوښتل چې په یاده ناسته کې دې خپلې غوښتنې سره شریکې کړي تر څو یو پایلې ته ورسږي.

 مدني فعالانو  سنګر امیرزاده او حنیف الله د سولې خبرو د بریالي کیدو لپاره له افغان حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل چې په ټول هیواد کې د یو بل پر وړندې له بریدونو لاس واخلي.

 «مونږ له وسله والو طالبانو او افغان حکومت غواړو چې نور دې جګړه ودروي او هم دې حکومت او طالبان پر یو بل بریدونه نه کوي حکومت دې خپل عملیات ودروي او طالبان دې هم بریدونه نه کوي ځکه دا ډول جګړه د سولې خبرې زیانموي او د ترکیې ناسته یو ښه فرصت دی دواړو لپاره.»

ښځینه فعالالې فاطمې سبا په یو پریکړه لیک کې د کابل د تیرې شنبې ورځې برید وغانده او هم یې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې د جګړې پرمهال دې د ملکي وګړو کورونه د سنګر په توګه نه کاروي.

«له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غواړو چې جګړه دې ودروي او نور دې له جګړو لاس واخلي او همدارنګه دې وسله وال د ولسي خلکو کورونه د سنګر په توګه نه کاروي ځکه په داسې مهال زیاتره مرګ ژوبله ملکی وګړو ته اوړي، د ښارونو او ولسوالیو لارې دې دملکي وګړو دتګ راتګ پرمخ پرانیستل شي ځکه په لغمان کې او نورستان کې دا ډول ستونزې ډیرې رامنځته کیږي.»

په ورته مهال د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د طالبانو له لوري د اختر په ورځو کې اعلان شوي درې ورځني اوربند ته په اشارې ویلي چې د طالبانو له لوري درې ورځنی اوربند د خلکو د خوشالولو لپاره یو غوره ګام دی خو په وینا یې د روانې جګړې د حل یوازینۍ لار خبرې اترې او دایمي اوربند دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA