محمد علي جناح هغه روغتون دی چې له دې پېښې ورته شاوخوا ۲۴ جسدونه او شاوخوا ۵۰ تنه ټپیان وروړل شوي وو.
د ټپيانو او د دوی د کورنيو وضعيت د څېړلو په هدف ياد روغتون ته ورغلم.
په ياده پېښه کې د ټپي شويو کسانو کورنۍ وايي، حکومت ورسره تر اوسه پورې هېڅ ډول مرسته نهده کړې او د کمزوري اقتصادي وضعيت له امله نهشي کولی د خپلو ناروغانو بشپړه درملنه وکړي.
دوی ټينګار کوي، حکومتي مسوولين يوازې راغلل او ليدنه یې وکړه، خو هېڅ ډول همکاري یې د قربانيانو له کورنيو سره نهده کړې.
د دوی په خبره، دا لومړی ځل نهدی چې په ياده سيمه کې ورته پېښه کېږي، بلکې تر دې مخکې هم شوې دي او له حکومته غواړي چې د امنيت ټينګښت لپاره دې منظم مېکانیزم رامنځته کړي.
انور کليد ته وويل:
«زموږ ناروغ تر جدي درملنې لاندې دی، متاسفانه د محمد علي جناع روغتونو امکانات او خدمات په ډېره ټيټه کچه دي، حکومتي مسوولين يوازې راغلل او ليدنه یې وکړ، خو هېڅ ډول مرسته یې له موږ ياد د نورو ټپي شويو کسانو له کورنيو سره نهدي کړي، حکومت بايد مرسته او همکاري وکړي.»
صديقه چې په دغه بريد کې یې ۱۶کلنه لور ټپي شوې وايي، يوازې څو خيريه بنسټونو ورسره شاوخوا ۷زره افغانۍ مرسته کړې او له حکومته یې هېڅ ډول مرسته نهده ترلاسه کړې.
د هغې د لور لاس ټپي شوی او په وينا یې، يو عمليات یې بشيړ شوی او بل عمليات ته یې په تمه ده، خو اندېښنه لري چې لور یې معيوبه نهشي.
صدیقې کليد ته وويل:
«کله چې ما د چاودنې غږ واورېد وارخطا شوم، ما ته زنګ راغی چې لور دې په روغتون کې ده، وضعيت مې ډېر خراب شو او ما ويل ښايي لور مې مړه شوې وي، خو کله چې راغلم له نېکه مرغه لور مې ژوندۍ وه، خو وضعيت یې لا ښه نهدی او د لاس بل عمليات یې پاتې دی.»
۱۳کلنه زينب چې په دغه پېښه کې ټپي شوې وايي، د ښوونځي له رخصېدو سره سم ياده پېښه رامنځته شوه چې له کبله یې لاس ټپي شوی دی.
دا چې روغتيايي وضعيت یې اوس ښه دی ټينګار کوي، له زدهکړو ناهيلې شوې نهده او له رغیدو وروسته به د کورنۍ په مشوره بېرته ښوونځي ته ولاړه شي.
زينب کليد ته وويل:
«زه په اووم ټولګي کې يم، کله چې ښوونځي رخصت شو، زه له ښوونځي بهر شوم چې ناڅاپه د چاودنې غږ شو، نور په ځان پوه نهشوم، اوس مې وضعيت ښه دی، له ښوونځي هم ناهيلې شوې نهيم.»
د محمد علي جناح روغتون ډاکټران وايي، د پېښې له ځايه یې ورته شاوخوا ۲۴ جسدونه او شاوخوا ۵۰ ټپيان راوړل شوي وو او لاهم يو شمېر ټپيان تر جدي درملنې لاندې دي.
ډاکټر رحمتالله عظيمي کليد ته وويل، ډېری داسې ټپيان راوړل شوي چې د بدن څو ځايونه یې د چاودنې له امله ژوبل وو.
نوموړی زياتوي، ځينې ناروغان رخصت شوي، د ځينو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی او يو شمېر نور بيا تر جدي مراقبت لاندې دي.
عظيمي وويل:
«موږ ته د پېښې له ځايه شاوخوا ۲۴ جسدونه او شاوخوا ۵۰ ټپيان راوړل شوي وو، شل عملياتونه مو په برياليتوب سره پای ته ورسول، په دې کې ډېری داسې ټپيان وو چې په دې پېښه کې یې د بدن څو ځايونه ټپي شوي وو، اوس هم يو شمېر ټپيان تر جدي درملنې لاندې دي.»
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون شمېرې بيا ښيي چې د روژې له پیله تر ۲۸مه پورې ۱۳۰ امنيتي پېښې شوي او له امله یې ۲۲۰ تنه وژل شوي او ۵۰۰ نور ټپيان شوې دي.
دا لومړی ځل نهدی چې پر ښوونیز مرکز بريد کېږي، بلکې تر دې مخکې ډېر ورته بريدونه شوي دي، يوازې سږکال پر کابل پوهنتون وسلهوال بريد او پر کوثر دانش ښوونیز مرکز ځانمرګی بريد، هغه لويې پېښې دي چې له کبله یې ګڼو محصلينو او زدهکوونکو ته مرګژوبله واوښتله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ