ads

ارزکان کې د رمضان جام په نوم د فوټبال لوبې پاي ته ورسېدې

په ارزګان کې د رمضان جام په نوم د فوټبال شپنۍ لوبې د میوند لوبډلې په لومړي مقام او د ځوانانو لوبډلې دویم مقام خپلولو سره پای ته ورسېدې.

احسان الله ولسمل
20 غویی 1400
ارزکان کې د رمضان جام په نوم د فوټبال لوبې پاي ته ورسېدې

لوبغاړو وايي روانو جګړو ته سخته انديښمن دي او وسله وال طالبان دي د درې ورځني اوربند پر ځاي دايمي اوربند وکړي.

ارزګان کې د روژي مياشتي په مناسب د فوټبال يوه مياشتنۍ شپنۍ سيالۍ تېره شپه ناوخته پاي ته ورسيدلي.

يادي سيالۍ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ ترسره سوي چې پکښي ميوند لوبډلي لومړی اوپیاوړي ځوانانو لوبډلي دوهم مقام خپل کړی.

په ارزګان کې د فوټبال فيدراسيون مشر ميرزامحمد اميزوی وايي ددغو لوبو څخه هدف داوه ترڅو د روژي په مبارکه مياشت کې ځوانان په مېنه او يوالي کې سره يو ځاي پاته سي.

نوموړی په دغه ولايت د حکومت ملي تجارانو څخه غوښتنه وکړل چې د ورزش په برخه کې ورسره مرسته وکړي ترڅو ځوانان له نشی توکو څخه راګرځول شي.

د اميرزوی((دغه سيالۍ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ راپیل سوي وي چې ۲۸ شپې يې دوام وکړي او پکښي مېوند لوبډلې اول او پياوړي ځوانانو لوبډلي دوهم مقام خپل کړی ددغو لوبو ترسره کېدو پرمهال ډير شمير ځوانان يو سره ځاي سوي وه اود ورورولي په فضا کې به يې لوبې ترسره کولي.))

په ورته وخت کې لوبغاړي هم ددغه ډول لوبو په ترسره کيدو د خوښي احساس کوي.

دغه لوبغاړي وايي روانو جګړو ته سخته انديښمن دي او د وسله والو طالبانو او حکومت څخه غوښتنه کوي چې جګړه بس کړي.

دوی وايي ددغه ډول لوبو په ترسره کيدو سره يې ذهني ارامي ترلاسه کړي ده.

د لوبغاړو((موږ سخته ذهني شکنجه يو هره ورځ په ارزګان کې جنګ جګړې وي کله چې دغه ډول پرګرامونه ونيول شي بیا زموږ فکر ارامي ترلاسه کړي له وسله والو طالبانو او حکومت ته خواست کوو چې جګړې ختمې کړي))

پرهمدي مهال هغه سيلانيان چې ددغو لوبو د ننداري لپاره به يې هر شپه په ياد لوبغالي کې ګډون کولي وايي چې روانو جګړو په رواني ناروغيو اخته کړي دي.

دوی وايي هرشپه به يې ددغو لوبو ننداره کول او د روژي میاشتي شپې يې همدغلته په خوشحالۍ تيري کړي.

د نندارچيانو(( دغه ډير ښه کار وسو چې د روژي په مبارکه مياشت کې دلته دغه ډول سيالۍ ترسره کيدلي موږ هم د روژي ټوله مياشت د شپې لخوا دلته راتلولو او ددغو لوبو ننداره به مو کول موږ هم له جګړو ستړي او ددغه ډول پرګرامونو د ليدو ارمانجن يو))

داپه داسې حال کې ده چې ارزګان کې تر بل هر وخت جګړې زور اخېستی چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA