له ټولو وریرجنه خبره خو دا ده چې د یوشمېر وژل شویو کسانو له کورنیو څخه هېڅ غړي حضور نه درلود او د سیمې د خلکو له خوا خاورو ته سپارل کېدل.
د یو تن وژل شوي خپلوان محرم حسین وایي، د وژل شویو کسانو شمېر له هغه لوړ دی چې امنیتي مسوولین یې اعلانوي.
حسین حکومت په بې پروایۍ تورنوي او وایي: «د جګړې ښکېل لوري واک ته د رسېدو په فکر کې دي، خو د عامو خلکو وژل د هغوی لپاره یوه وسیله ده.»
بلخوا بیا، د حضرت سرورکاینات د جومات خطیب یاورحسین رحیمي چې تازه د جنازې له امامت څخه راګرځېدلی و، کلید ته یې وویل: «د تاوتریخوالي زیاتېدل او په ملکي خلکو، زده کوونکو او ځوانانو بریدونه د ټولو اسلامي اصولو خلاف دي او په خبره یې، که څوک فکر کوي چې د ملکي خلکو په وژلو سره اسلامي اوامر عملي کیږي، تېروتلي او د اسلام د لارښوونو خلاف روان دي.»
بلخوا د کورنیو چارو وزارت مسوولین د مرګ ژوبلې شمېر د زیاتېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند طارق آرین وایي، چاودنه د موټر بم په واسطه شوې او په همدې حال کې دوه ځای پرځای شوي ماینونه هم چاودلي دي.
آرین وایي: «په دغه پېښه کې له پنځوسو ډېر کسان وژل شوي او له ۱۰۰ زیات نور پکې ټپیان دي.»
د شنبې په ورځ له غرمې وروسته شاوخوا ۴ نیمې بجې د اتفاق ښارګوټي د سیدالشهدا ښوونځي د زده کوونکو د راوتو پرمهال په یوه وخت کې درې چاودنې وشوې چې په پایله کې یې ۱۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واوړله.
په ورته وخت کې د جمهوررییس غني په ګډون یو شمېر حکومتي مشرانو دغه برید غندلی او دا یې د بشریت ضد جنایت یاد کړی دی.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی.
که څه هم افغان حکومت دا د طالبانو کار بولي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ په یاد برید کې خپل لاس لرل رد کړي او غندلی یې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ