د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي، پرون مازديګر څلور بجې او ۲۷ دقيقې د کابل ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند په برچي سيمه کې د سيد الشهدا مکتب مخې ته درنه چاودنه وشوه.
د ارين په خبره، په دې پېښه کې ۳۰ ملکي وګړي ووژل شول او ۵۲ نور ټپيان شول.
نوموړی زياتوي چې په وژل شوو او ټپيانو کې د ښوونځي ګڼ شمېر زده کوونکي هم شامل دي.
د جمهور رييس محمد اشرف غني او د مصالحې شورا د رييس عبدالله عبدالله په ګډون ګڼو نورو کورنيو او بهرنيو چارواکو دا بريد په سختو ټکو غندلی دی.
که څه هم افغان حکومت دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې شوی برید غندلی او خپل لاس درلودل یې پکې رد کړي دي.
د بريد پړه هم کومې ډلې نه ده منلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ