ads

خوستي ځوانان: ښکېل اړخونه دې د ترکیې ناستې ته ارزښت ورکړي

د خوست يو شمېر ځوانانو د يوې راټوليدنې پرمهال په افغان جګړه کې له ښکېلو خواوو (افغان حکومت، وسله وال طالبان او د امريکا د متحده ايالات) څخه غوښتنه وکړه، چې د ترکيې په ناسته کې دې بدون له کوم قيد او شرط څخه ګډون وکړي.

بختاجان بختیار
16 غویی 1400
خوستي ځوانان: ښکېل اړخونه دې د ترکیې ناستې ته ارزښت ورکړي

هغوی په ورته مهال پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ، چې يو ځل بيا د سولې درول شوي مذاکرات پيل کړي، څو افغانان خپلو کې يو سوله ييز حل ته ورسيږي.

بختاجان بختیار په همدې موضوع له خوست څخه رآپور لري…..

دغو ځوانانو چې نن یوه خبرې کنفرانست ته خبرې کولې وویل د دې لپاره چې د سولې په برخه کې روانې هڅې ټول شموله وي او بې نتيجې پای ته ونه رسيږي، نو له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د سولې په روانو خبرو کې د افغان ځوانانو ونډه ور زياته کړي.

د ناستې يو تن ګډونوال زرولي خُشنود د ترکيې ناسته چې ښايي له کوچني اختر وروسته ترسره شي، د افغانستان د غميزې د پای لپاره ښه فرصت وباله او له ښکېلو اړخونو يې غوښتنه وکړه، چې فعاله برخه پکې واخلي:

 «د دې لپاره چې نور موږ په نړيواله کچه د فقر او غربت څخه ژغورل شوی ولس و، د جګړې د ښکېلو اړخونو وسله والو طالبانو، افغان حکومت او امريکا څخه غواړو چې د سولې او جوړجاړي روان بهير پاتې شي او د نړيوالې ټولنې په هڅو د ترکيې کنفرانس چې د افغان کشالې د سياسي حل او غميزې د پای لپاره يو ښه فرصت دی فعاله برخه واخلي.»

دغه راټوليدنه په دغه ولايت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولايتي سکرتريت له خوا رابلل شوې وه.

د طاهرجان خيال په نوم د راټوليدنې بل ګډونوال وویل د ترکیې د ناستې ځنډیدل دا په ګوته کوي، چې ښکېل اړخونه د سولې په برخه کې مُخلص نه دي او له همدې امله دا ناسته وځنډيده.

هغه وويل پدې وروستیو کې جګړې زور اخيستی، نو غوښتنه يې دا ده چې ښکېل اړخونه دې د جګړې پر ځای ډېر تمرکز په خبرو وکړو:

«زموږ په دواړو خواوو دا غږ دی چې هم د ترکيې کنفرانس ته ولاړ شي او هم دا د اختر په ورځو کې چې دوی کوم اوربند اعلانوي، هغه لږ اوږد کړي ترڅو د سولې لپاره د باور فضا رامنځته شي او افغانان نور د دې ښکلي نعمت څخه برخمن شي.»

د محمد ايوب حقمل په نوم د راټوليدنې يو بل ګډونوال هو ورته څرګندونې کولې او وویل، د روانې جګړې له امله هره ورځ دواړو غاړو ته بې شمېره افغانان قرباني ورکوي، نو د دې لپاره چې نوره وينه توييدنه بنده شوې وي، نو د ترکيې کنفرانس بهترين فرصت دی:

«د کورنۍ جګړې ویره موجوده ده، ماشومان مو يتيمان کيږي، کونډې مو ډېرېږي او همداسې نورې ناخوالې رامنځته کيږي، نو د جنګ په دواړو غاړو غږ کوم چې جګړې ته د پای ټکی کيږدي او سوله راولي.»

د دغې راټوليدنې ګډنوالو وويل، چې د افغان حکومت له خوا د سولې لپاره په ټاکل شوي مذاکراتي پلاوي کې د لويې پکتيا په ځانګړي ډول د خوست خلکو ونډه کم رنګه ده.

هغوی  پر حکومت غږ وکړ، چې ددې سیمې نفوس او په جرګو،مرکو کې د هغوی بارز رول ته په کتو پکارده چې په یاد مذاکراتي پلاوي کې يې ونډه زياته کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA