ads

د روان تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه

خوست کې سلګونه کسانو په هېواد کې د روانې جګړې، د سولې وروستیو پیکه هڅو او د لوګر د پیښې پر وړاندې سوله ییز لاریون وکړ.

بختاجان بختیار
12 غویی 1400
د روان تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه

لاریونوالو د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه وکړه چې جګړه بس کړي، د روژې او کوچني اختر د را رسېدو په خاطر دې اوربند وکړي.

خوست کې زموږ همکار بختاجان بختیار دې لاریون ته ورغلی او دا راپور یې پرې چمتو کړی….

دغو لاریون کوونکو چې شمېر یې سلګونه کسانو ته رسېده وویل په هېواد کې روانه جګړه چې د پردیو او د سیمې استخباراتي کړیو له لوري د دوی په ګټه راوانه ده، تاوان یې هره ورځ د بې شمېره ځوانانو د جنازو په پورته کېدو افغان ولس ورکوي.

هغوی چې مرګ د سولې په دښمنانو شعارونه ورکول او ترڅنګ یې« له اوربند پرته د سولې خبرې پایله نشي لرلی» ترنامه لاندې لیکلي پیغامونه له ځانونو سره لېږدول له ښکېلو خواوو یې غوښتنه کوله چې وسلې پر ځمکه ګېږدي ترڅو افغانان د ارامۍ ساه واخلي:

د ولایتي شورا غړی حبیب خان تڼيوال: « د ننني لاریون موخه مو دا وه چې له یوې خوا وروستۍ پیښې وغندو او بل له ښکېلو اړخونو غوښتنه وه چې وسلې پرځمکه کېږدي.»

قومي مشر توریالی منګل:« زموږ هدف د سولې د خبرو دوام او اوربند دی، ځکه لومړۍ باید اوربند وشي ترڅو سولې ته لاره هواره شي.»

یو بل اعتراض کوونکي قادشاه انصاري وویل د لاریون بل هدف یې د هغه ظلم پر وړاندې غږ پورته کول وو، چې وړمه ورځ په لوګر ولایت کې د موټربم له کبله شوی دی:

« په لوګر کې دشوي ظلم خلاف او د نظام او جمهوریت څخه ملاتړ زموږ هدف دی، ځکه موږ هم باید د نورې نړۍ په څیر پولیس او پوځ ولرو څو هغه قوي او د سیالانو سره سیالي وکړی شو.»

په خوست کې د یووالي او بدلون کاروان مشر عبدالوالي واحدزي هم له ښکېلو خواو غوښتنه کوله چې په هرقیمت وي لومړۍ دې وینې تویېدنه مخه ونیول او وروسته دې د ټاکنو پر بنیاد یو شفاف نظام رامنځ ته کړي:

«زموږ غوښتنه له طالبانو ده چې اوربند ته غاړه کیږدي او دا جګړه ګټونکی نلري، که هرڅوک واک غواړي نو بهترینه لاره یې ټاکنې دي چې باید ترسره شي او بیا دې د خپلې خوښې نظام وټاکي.»

د یادونې ده چې پدې وروستیو کې په هېواد کې جګړې زور اخیستی چې تازه لویه پیښه یې د لوګر په ولایت کې موټربم برید دی چې دمالي زیان ترڅنګ پکې له ۳۰  ډېر ووژل شول او له سلو ډېر ټپیان شول.

افغان حکومت وژل شوي او ټپیان تر ډېره ملکي وګړي یادوي او مسوول یې وسله والو طالبان بولي؛ خو طالبانو پدې هکله لا څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA