ads

د ترویکا پلس اعلامیه: ښکېل لوري دې اوربند وکړي

د ترویکا پلس ناسته د جمعې په ورځ په دوحه کې شوې او د دې ناستې غړو په یوه ګډه اعلامیه کې له دواړو لورو غوښتي چې اوربند وکړي او سیاسي هوکړې ته ورسېږي.

محمدخان بریال
11 غویی 1400
د ترویکا پلس اعلامیه: ښکېل لوري دې اوربند وکړي
همدارنګه په اعلامیه کې راغلي چې د دې ناستې ګډونوالو یو ځل بیا له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو وتلو په تړاو خپله ژمنه وښوده او له طالبانو یې غوښتي چې پسرلني بریدونه ترسره نه کړي.
په ورته وخت کې د سولې مرکچي پلاوي هم د دوی او ترویکا کنفرانس د غړو تر منځ د قطر په پایخت دوحه کې د دې ناستې ترسره کېدل تایید کړي دي.
د افغانستان د سولې مرکچي پلاوې غړې حبیبه سورابي وایي، د سولې مرکچي پلاوي غړو پرون ماښام د متحده ایالاتونو، روسیې، چین او پاکستان له استازو سره په دوحه کې ناسته وکړه.
د هغې په وینا، په دې ناسته کې د افغانستان د سولې پر پروسې او په دې پروسه کې د سیمې د هېوادونو د رول په هکله خبرې وشوې.
نوموړې زیاتوي، د ترویکا پلس غړو هېوادونو استازو د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د دغه بهیر د ګړندي کولو غوښتنه یې وکړه.
د دې تر څنګ طالبان هم د دوی د مشرانو، امریکا، روسیې، چین او پاکستان د استازو تر منځ د پنځه اړخیزې ناستې جوړېدو خبر ورکوي.
د دې ډلې د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وایي، دا ناسته پرون مازدیګر مهال ترسره شوه چې پکې له تور لېست څخه د طالب مشرانو او غړو د نومونو پر ايستلو، د پاتې بنديانو پر خلاصون، روان وضعيت او د سولې اړوند بحثونه وشول.
هغه زیاتوي، ټولو خواوو اجماع وکړه چې د تور لېست په ختمولو او پای ته رسولو عملي کار پيل شي.
په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي شنونکي د نړیوال تضمین په نشت کې له تور او جایزه لېستونو څخه د طالبانو د نومونو ایستل له بنده د پنځه زره طالبانو د خوشي کېدو غوندې ناسم بولي.
د سیاسي چارو شنونکې عادله بهرام نظامي وایي، حکومت او طالبان پخپلو کې یوې اجماع ته نه دي رسېدلي او په وینایې، بېلابېلې ډلې په هېواد کې پر جګړه بوختې دي او د طالبانو په لیکو کې د یووالي نشت هم د تاوتریخوالي ډېرېدو لامل شوی.
ټاکل شوې وه چې د اپرېل پر ۲۴مه د افغانستان د سولې په تړاو ناسته وشي، خو د نامعلومو دلایلو له امله وځنډول شوه.
په هېواد کې دننه ټولې خواوې له طالبانو غوښتنه کوي چې په دې ناسته کې برخه واخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA