په دغو لوبډلو کې خوست، پکتیا، میدان وردک، لغمان او د نورستان ولایتونو د پنځلس کلنو لوبډلو لوبغاړي برخه لري.
د خوست د فوټبال فدراسیون مشر عبدالفتاح واکمن کلید ته وویل، یادې سیالۍ به څلور ورځې دوام وکړي او موخه یې د فوټبال لیګ ته د غوره دوو لوبډلو ټاکنه ده.
د یادونې ده چې په دې ولایت کې دوې ورځې وړاندې دقهرمان ملي لیګ هغه سیالۍ چې د ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو شپږو لوبډلو ترمنځ جوړې شوې وې، د خوست لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.