ads

د فوتسال صداقت او وي ای پي لوبډلو نیمه پایلوبې ته لاره ومونده

د کابل ښار د فوتسال غوره لیک په سیالیو کې صداقت لوبډلې د څلورو بریا وو په تر لاسه کولو د دغه لیک نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

محمدخان بریال
16 لیندۍ 1399
د فوتسال صداقت او وي ای پي لوبډلو نیمه پایلوبې ته لاره ومونده

دغه ټیم په لومړۍ ډله کې د ۱۲ متیازونو په تر لاسه کولو دا بریا تر لاسه کړه.
تر صداقت وروسته پیشتاز او سنایي لوبډلو د شپږو امتیازونو په خپلولو دویم مقام خپل کړی.
ټاکل شوې چې دغه ټیمونه د دوشبنې په ورځ د یو بل پر وړاندې سیالي وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې وي ای پي لوبډلې هم د نهو امتیازونو په تر لاسه کولو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA