ads

د ارزګان ورزشکاران په قطر کې د بین افغاني خبرو د پیل غوښتنه کوي

دارزګان په مرکز ترينکوټ کې د سولې او اوربند په نوم دوې مياشتنۍ د فوټبال سيالۍ تېره ورځ ناوخته پاي ته ورسېدې.

احسان الله ولسمل
1 لیندۍ 1399
د ارزګان ورزشکاران په قطر کې د بین افغاني خبرو د پیل غوښتنه کوي

په دغه ولايت کې تېره ورځ ناوخته د فوټبال دوې مياشتنۍ سيالۍ پاي ته ورسېدې.
سيمه يېز مسولين وايي پیل شوي سيالۍ يې د سولې او اوربند په نوم وي او هيله يې په افغانستان کې دايمي سولې او اوربند دی.

ددغه ولايت د فوټبال د فدراسيون مشر ميرزا محمد اميرزوی وايي يادې لوبې د فوټبال فدراسيون په مالي لګښت پیل شوي وې.

هغه وايي د يادو لوبو څخه يې هدف د جګړې درېدل وه او د جګړې له ښکېلو غاړو څخه يې غوښتنه وکړه چې تر شخصې ګټو تېر شي او د بین الفغاني خبرو وروستۍ نتيجه دې معلومې شي.

«دغه لوبې د دايمي سولې او اوربند په نوم پیل شوې دي موږ هيله لرو چې په افغانستان کې دايمي سوله او اوربند راشي، په دغو لوبو کې وحدت لوبډلې لومړی همتزی لوبډلې دوهم او ملي افغان لوبډلې درېيم مقام خپل کړی د لوبو څخه مو هدف په افغانستان کې د جګړې د درېدو هيله وه»

پر همدي مهال هغه لوبغاړي چې په يادو لوبو کې ګډون کړی وو وايي د لوبو ترسره کيدو پرمهال يې زيات څه زده کړل.

دوی هم له جګړو ستړي شوي دي او د جګړې له ښکېلو غاړو څخه غوښتنه کوي چې جګړه بس کړي او هېواد کې دې د دايمي اوربند او سولې لپاره هڅې ترسره شي.

لوبغاړي وايي لوی ارمان يې هېواد کې دايمي اوربند او سوله ده.

دوی له نورو ځوانانو غوښتنه کوي چې له نشه یي توکو او نورو ناوړه کارونو څخه ورزش ته مخه کړي

«که سوله وشي موږ به هره ورځ په نورو ولايتونو کې لوبې کوو ما په افغانستان کې دسولې لپاره دعاګانې کړې دي هيله لرو چې په افغانستان کې سوله راشي. د دغو لوبو پرمهال موږ ډېر څه زده کړل ذهني ارامتيا مو ترلاسه کړه له نورو ځوانانو غوښتنه کوو چې ورزش ته مخه کړي او له نشی توکو څخه لاس پر سر شي»

دافغان حکومت او وسله والو طالبانو د مذاکراتي خبرو شاخوا دوې مياشتي تيريږي خو دامهاله يې هيڅ نتيجه معلومه نه ده.

خو د تېرو دوه مياشتو په تېرېدو سره په افغانستان کې تر بل هر وخت تاوتريخوالی زيات شوی دی.

ارزګان کې تر دې وړاندې د کرکټ دغه ډول نورې سیالۍ هم ترسره شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA