د هرات امنیتي چارواکي هلته د سړک غاړې د دوو ماین چاودنو له کبله د ۹امنیتي کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي
د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ څخه په رالېږلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سې شنبې ورځ وروسته له غرمې پر یو هاموي موټر د بند بابا اړوند سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده چې له کبله د عملیاتي قطعې د قوماندان په ګدون ۵تنه ټپیان کړل.
خبرپاڼه همدارنګه زیاتوي چې بله چاودنه د انجیل ولسوالۍ کرککلاغ سیمه کې د پولیسو پر رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې له کبله یې څلور تنه پولیس ټپیان شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ