د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسئولین وايي، د ناامنیو له امله نشي کولای چې په یو شمېر ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پلی کړي.
د دوي په خبره، د کمپاین د نه ترسره کېدو له امله به شاوخوا یولک او ۴۰ زره کوچنیان له واکسین څخه بې برخې پاته شي.
د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، سږ کال په جنوب لویدیځه حوزه کې ۳۵ د پولیو مثبتي پېښي ثبت شوي چې ۱۳ يې یوازې په کندهار کې دي.
د مسوولینو په خبره، د پولیو پر واکسین سربېره کوچنیانو ته د چنجیانو ګولۍ هم ورکوي.
بلخوا، د کندهار والي حیات الله حیات په دغو مراسمو کې له خلګو وغوښتل چې خپلو تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي، څو د دغه ویروس مخه ونیول شي.
هغه وايي، که په دې برخه کې غفلت وشي، ډېری کوچنیان به ټول عمر په فلج حالت کې تېر کړي.
په کندهار تر قرنطین وضع کېدو وروسته دا دویم ځل دی چې د پولیو ضد کمپاین ترسره کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ