ads

یاسین ضیا: اجازه نه ورکوو چې طالبان خلکو ته زیان ورسوي

له دفاع وزارت څخه تېره ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د دغه وزارت لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیا پرون نیمروز ولایت ته په سفر ولاړ.

شمس الرحمن شمس
5 لړم 1399
یاسین ضیا: اجازه نه ورکوو چې طالبان خلکو ته زیان ورسوي

د خبرپاڼې په وینا، هغه د دغه سفر پر مهال د نیمروز ولایت له سیمه‌ییزو او امنیتي چارواکو سره ولیدل او د یاد ولایت امنیتي حالت یې وارزاوه.
د وزارت خبرپاڼه وایي، نوموړي د نیمروز اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې افغان سرتېری به د هغوی ساتنه وکړي او اجازه نه ورکوي چې وسله وال طالبان دوی ته زیان ورسوي.
لوی درستیز پر داسې مهال دا سفر کوي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د نیمروز ولایت امنیتي حالت تر بل هر وخت خراب شوی دی.
څو ورځې وړاندې د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې طالبانو د افغان سرتېرو پر پوست برید وکړ چې په پایله کې یې نېږدې ۲۰ امنیتي سرتېري ووژل شول او یو شمېر نور طالبانو له ځان سره بوتلل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA