د امینه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، یاده چاودنه تېره ورځ مازدیګر مهال د شاولي کوټ ولسوالۍ په ویان سیمه کې د ملکي وګړو پر ټونس موټر شوې ده چې له کبله یې دوه تنه ملکیان وژل شوي او یو تن بل ټپي دی.
نوموړی زیاتوي چې وسله والو طالبانو یاد ماین هلته ځای پر ځای کړی وو چې له کبله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دغه پېښې په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ