د دغه ولایت د والي ویاند محب الله شریف زوی د دوشنبې په ورځ کلید ته وویل، تېره شپه د میدان وردک ولایت د جلریز ولسوالۍ ته پر غځېدلې لاره د کوټه اشرو په سیمه کې د ملکي وګړو پر سراچه ډوله موټر د ماین چاودنه شوې ده.
د ده په خبره، په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او موټر یې هم ویجاړ شوی دی.
بلخوا، شریف زوی وایي، نن سهار د چک ولسوالۍ د انبوخاک سیمې د خوسا چینې په سیمه کې له مڼو پر بار موټر هم د ماین چاودنه شوې، چې یو تن پکې وژل شوی دی.
که څه هم د میدان وردک ولایت سیمهییز چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دلې ډلې تر اوسه د یادو پېښو په تړاو نظر نه دی څرګند کړی.
د پېښې مسولیت هم کومې مخالفې ډلې نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ