د دغه ولایت د والي ویاند وحدالله جمعه زاد کلید ته وویل، دا پېښه تېره ورځ شاوخوا څلور بجې د غزني ښار د څلورم پلان په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د جمعه زاده په خبره، یاد پاڅونوال د اوسېدو په کور کې وژل شوي دي.
د ده په وینا، عاملین له سیمې تښتېدلي او دا پېښه د امنیتي بنسټونو تر څېړنې لاندې ده.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.