ads

په خوست کې د تښتوونکو له منګولو د ماشومې ژغورل

د اقرا په نوم دا یو نیم کلنه ماشومه چې د تېرې شنبې په ورځ د خوست په متون سیمه کې اختطاف شوې وه، نن ورځ د خوست امنیتي چارواکو له لوري خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه.

بختاجان بختیار
5 لړم 1399
په خوست کې د تښتوونکو له منګولو د ماشومې ژغورل

د خوست امنیه قومندان وایي، پولیس په ۱۸ ساعتونو کې پر دې وتوانېدل چې یاده ماشومه د اختطافچیانو له منګولو خلاصه او په تور یې شپږ کسان ونیسي.
د قومندان په وینا، په تښتوونکو کې درې نارینه، دوې مېرمنې او یوه ماشومه نیول شوي چې د لا زیاتو څېړنو لپاره یې به دوسیې عدلي او قضایي اورګانونو ته وسپارل شي:
«موږ پرون یوولس بجې دقیق معلومات ترلاسه کړل او پدې وتوانیدو چې اقرا نومي ماشومه راخلاصه کړو، تراوسه ددې انګیزه نه ده معلومه چې دوی ولې داسې کار خو پوښتنې ترې روانې دي.»
د جمیل الماس په نوم د تښتول شوې ماشومې د کورنۍ غړی د پولیسو دا اقدام ستایي چې په کم وخت کې ورته ماشومه پیدا او په تور یې کسان هم ونیول شول.
هغه وایي، په نیول شوو کسانو کې درې یې د پکتیا او پاتې د خوست اوسېدونکي دي:
«په اختطاف چیانوکې درې نفره د پکتیا د څمکنۍ ولسوالۍ دي او پاتې د خوست دي، له امنیتي ځواکونو مننه کوم چې زموږ د ماشومې په راخلاصېدوکې یې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړې.»
د اختطاف په تور نیول شوې یوه مېرمن وایي، دوی یوازې ددې لپاره دا ماشومه کورته یووړه چې ورته ویل شوې وو، چې د یادې کورنۍ کډه له دې سیمې ځي او ماشومه پرېږدي.
هغه وایي، د پالنې او خواخوږۍ له مخې یې دا کار کړی:
«موږ ته ویل شوي وو چې ددې ماشومې کورنۍ کډه کوم بل ځای ته ځي، ځکه موږ ترې راوړه، چې خبر شوو چې په دې پسې خلک ګرځي، بیرته مو حکومت ته خپله راوړه.»
د یادونې ده چې په دې وروستیوکې په خوست کې غله، اختطاف او د ناامنیو زیاتېدو ددې ولایت اوسیدونکي اندېښمن کړي، چې دې چارې په ورځنیو کاروبارونو هم اغیز کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA