ads

پر درنو کارونو د بوختو ماشومانو له کړاونو ډک ژوند

هره ورځ جلال اباد ښار ته د کار لپاره راتګ او ماښام ستړی بیرته کورته تګ نور احمد خپل مجبوریت ګڼي.

محمدخان بریال
5 لړم 1399
پر درنو کارونو د بوختو ماشومانو له کړاونو ډک ژوند
نوموړی د جلال اباد ښار په یوه څنډه کې په کرایه کور کې اوسېږي، هغه خپل پلار د جګړو پر مهال له لاسه ورکړی اوس یې د کورنۍ سرپرستي د ده پر غاړه ده.
نور احمد وایي، په ښار کې کراچۍ چلوي او هره ورځ په وږي نس د مزدورۍ په تمه، خو ډېر کله تش لاس کور ته ستنېږي.
«پلام مې په جګړو کې وژل شوی، مشر ورور نه لرم، همدا زه د کورنۍ سرپرست یم. هره ورځ ښار ته د کار لپاره راځم، کله مزدوري وي او کله هېڅ هم نه وي.»
د نور احمد په څېر نور ماشومان هم شته چې له غریبۍ یې په ښار کې سختو کارونه ته اوږه ورکړې او په کم عمر د کورنۍ مسولیت ورسپارل شوې، همدارنګه زده کړې ترې پاتې دي.
سمش الرحمن او ګل ولي هغه ماشومان دي چې کرۍ ورځ په ښار کې پلاستیکونه پلوري، د هغوی د ژوند لوی ارمان د ښوونځي ویل دي.
«پلاستیکونه خرڅوم هره ورځ ۵۰ او یا سل افغانۍ ترې پیدا کوم او ټوله ورځ په ښار کې ګرځم چې څوک مې پلاستیکونه واخلي ښوونځي ویل مې ارمان دی.»
بل لور ته د نظر خاوندان اندېښمن دي او وایي، که حکومت او اړونده ادارې د بیوزله ماشومان اینده ته پام ونه کړي، راتلوونکی به یې له کړاوونو ډک وي.
«که حکومت او کورنۍ خپلو ماشومانو ته پآم ونه کړي نو دوی به په راتلوونکي له سختو ستونزو سره مخ شي، په نشه یي توکو به اخته شي او ګڼې نورې ستونزې هم پیدا کېږي.»
په همدې حال کې د ننګرهار د کار او ټولینزو چارو ریاست مسولین وایي، په دغه ولایت کې د تیر کال په پرتله پر درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر زیات شوی چې لامل یې فقر، بې وزلي او د جګړو له امله بېځایه کېدنه یادوي.
د ننګرهار د کار او ټولنیز چارو رییس عبدالحکیم شیرزاد په ښار کې د کاریګرو ماشومانو د شمېر دقیق معالومات نه لري، خو وایي، په سلګونو هغو ماشومانو ته یې د کار کسب زمینه برابره کړې چې پر شاقه کارونو بوخت وو.
«موږ په هرو شپږو میاشتو کې ۱۴۰ ماشومانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابروو او بیا دوی ته له فراغت وروسته د کار وسایل ورکول کېږي، خو د تیر کال په پرتله د دوی شمیر زیات شوی.»
په ختیځ کې د دولتي ادارو تر څنګ یو شمیر خصوصي او نړیوالې ادارې هم د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي، خو د خلکو په خبره هاغسې چې لازمه ده کار یې نه دی شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA